په ملګرو ملتونو کي د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، چي په افغانستان کي د داع.ش خراسان ډلي ګواښ لا هم پر خپل ځای پاته دئ او د دې خطر د مهار له پاره ګډي او منظمي نړۍوالي هڅي ضروري دي. هغه د امنیت شورا غونډي ته په وینا کي ويلي، چي د داع.ش فعالیتونه یوازي تر افغانستان پوري محدود نه دي، بلکي په افریقا، منځني ختیځ او سوېلي اسیا کي هم د پراختیا په حال کي دي.
والټز ټینګار وکړ، چي دغه ډله د نوو ډیجیټلي وسایلو او ټېکنالوژۍ په کارولو سره د خپلو لیکو د پراخولو هڅه کوي، چي دا کار د ترهګرۍ ضد مبارزه نوره هم پېچلې کوي.
د ده په خبره، د داع.ش د ځپلو له پاره باید هیوادونه په ګډه او همغږه توګه عمل وکړي.
دا څرګندوني په داسي وخت کي کېږي چي ط..البان د داع.ش پر ضد د اقداماتو ادعا کوي، خو نړۍوال سازمانونه وایي چي داع.ش خراسان ډله لا هم د افغانستان دننه او بهر د خونړیو بریدونو د ترسره کولو توان لري.