په نورستان کي د طا.لبانو د ډلي د والي ویاند فريدون صميم ویلي چي تیره ورځ په نورستان کي د سېلابونو د راوتلو له امله

په نورستان کي د طا.لبانو د ډلي د والي ویاند فريدون صميم ویلي چي تیره ورځ په نورستان کي د سېلابونو د راوتلو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي ویلي چي په یادو سېلابونو کي یو نارينه،یوې ماشومي او یوې ښځي ژوند دلاسه ورکړی دی او یوه بله ماشومه ټپي سوې ده.
باید وویل سي چي په نورستان کي په دوامداره توګه عام خلک د سېلابونو د راوتلو په سبب خپل ژوند دلاسه ورکوي او طا.لبان د پر وخت خبرتیا خپرولو او خلکو په ژغورلو کي پاته راغلي دي.