په هند کي د ط..البانو نوي ټاکل سوي سفیر نوراحمد نور د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له یو لوړپوړي چارواکي سره لیدلي او د سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر پراخولو ئې ورسره خبري کړي دي.
د ط..البانو سفارت ویلي، چي په دې لیدنه کي د ویزو د اسانتیاوو، د افغان سوداګرو، زدهکوونکو او د هند مېشتو افغانانو د ویزو د ستونزو په اړه هم بحث سوی دئ.
که څه هم هند تر اوسه ط..البان رسمي نه دي پېژندلي، خو شنونکي وايي چي دا ډول تماسونه ښيي چي د دواړو خواوو تعامل زیات سوی دئ، په ځانګړي ډول اوس چي د اسلامآباد او کابل ترمنځ اړیکي ترینګلي دي او هند هڅه کوي له دې وضعیت څخه استفاده وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادوني وړ ده چي ط..البان هڅه کوي د افغانستان سفارتونه په بېلابېلو هیوادونو کي تر خپل کنټرول لاندي راولي، او په هند کي د نوي سفیر ټاکل ورته ځانګړی اهمیت لري.