په کابل ښار کي د تاریخي اریانا سینما ویجاړېدل یو ځل بیا دا پوښتنه راولاړه کړه چي ایا د افغانستان کلتوري میراث خوندي

په کابل ښار کي د تاریخي اریانا سینما ویجاړېدل یو ځل بیا دا پوښتنه راولاړه کړه چي ایا د افغانستان کلتوري میراث خوندي دئ که نه؟
ځکه چي اریانا سینما یوازي یوه ودانۍ نه وه، بلکي د کابل د ښاري کلتور، هنري حافظې او ټولنیز ژوند یو مهم سمبول ګڼل کېده.
اریانا سینما د شلمي پېړۍ په دویمه نیمایي کي جوړه سوې وه او د لسیزو لپاره د افغان فلم، تیاتر او هنري نندارو مهم مرکز پاتې سوې وه. زرګونه کابلیان د لومړي ځل لپاره همدلته له سینما، مستندو فلمونو او هنري پروګرامونو سره بلد سوي وه. دا ودانۍ د جګړو، کورنیو نښتو او سیاسي بدلونونو سره سره ولاړه پاته سوه، خو بالاخره د «پرمختیا» تر نامه لاندي ونړول سوه.

د ښاروالۍ له لوري ویل کېږي چي د دې ځای پر سر به یو تجارتي مرکز جوړېږي، خو د فرهنګي څېرو په باور، اقتصادي ودانۍ هېڅکله د تاریخي او فرهنګي ارزښت بدیل نسي کېدای. د نړۍ په ډېرو ښارونو کي زړې سینماګاني، تیاترونه او تاریخي ودانۍ د ښار د هویت برخه ګڼل کېږي، نه دا چي له منځه یووړل سي.
د اریانا سینما تخریب یوازي د یوې ودانۍ له منځه وړل نه دي، بلکي دا د یوې دورې، یوې حافظې او د هنري تاریخ د یوې مهمې پاڼي څېرل دي.
د خلکو غبرګونونه

د اریانا سینما ویجاړېدل په ټولنیزو رسنیو کي پراخ غبرګونونه راپارولي دي:
• لیکوالان او هنرمندان وايي:
«طالبان یوازي ودانۍ نه نړوي، بلکي د افغانستان فرهنګي حافظه ړنګوي.»

• یو مدني فعال لیکلي:
«که سینما حرامه وه، نو ولي یې موزیم نه کړ؟ ولې یې د ښار تاریخي ارزښت وساته نه سو؟»
• یو پخوانی کابلی لیکي:

«موږ په همدې سینما کي ځواني تېروله، دا زموږ د ژوند یوه برخه وه، اوس داسي احساس کوو لکه زموږ له حافظې څخه چي یوه ټوټه وشکول سي.»
• ځینو ځوانانو بیا ویلي:
«دا یوازي د تېر وخت ودانۍ نه وه، دا د دې ثبوت و چي کابل یو وخت ښار، هنر او ژوند درلود.»

• یو تاریخپوه تبصره کړې:
«هغه ملت چي خپل فرهنګي نخښي پخپله نړوي، راتلونکی نسل به یې بې‌ریښې وي.»
پایله

د اریانا سینما نړول ښيي چي د افغانستان تاریخي او کلتوري ارزښتونه لا هم د جدي ګواښ لاندي دي. که دا لړۍ همداسې روانه پاته سي، نو راتلونکی نسل به کابل یوازي د کانکریټ ښار په نوم وپېژني، نه د تاریخ، هنر او کلتور په نوم!