په کندهار ولایت کي د تاج وطن په نوم د لبنیاتو يوې فابریکې اعلان کړی چي د ۲۰۲۶م کال له پیل سره سم به تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته د وچو شیدو صادرات پيل کړي.
د یادي فابریکې مسئولين وايي چي دغه فابريکه په ورځ کي تر ۲۰۰ ټنه د وچو شیدو د تولید ظرفیت لري او تمه ده، چي د دې صادراتو په پيل کېدو سره به د کندهار د لبنیاتو محصولات د سیمي بازارونو ته لار ومومي.
د فابریکې مسئولین وایي، دا صادرات به نه یوازي د سیمي د هیوادونو اړتیاوي پوره کړي، بلکي د افغانستان د لبنیاتو صنعت ته به هم پراختیا ورکړي.