په کندهار ښار کي د ط..البانو له لوري د صرافۍ شاوخوا ۲۰ دوکانونه تړل سوي، چي صرافان ئې لامل د فعالیت جواز ترلاسه کولو له پاره د سختو مالي شرایطو ټاکل بولي.
صرافان وايي د ط..البانو له لوري د پیسو د لېږد رالېږد پر شرکتونو شرط اېښودل سوی، چي د فعالیت جواز ترلاسه کولو له پاره ۲۰ میلیونه افغانۍ د تضمین په توګه له مرکزي بانک سره کښېږدي او ۱۵ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي.
صرافان وايي، د ډېرو کوچنیو صرافانو مالي وس د دغو شرایطو د پوره کولو له پاره بسنه نه کوي او له همدې امله د فعالیت له دوام څخه پاته کېږي.
دوی زیاتوي، چي د پیسو لېږد رالېږد شرکتونه هم د نویو مقرراتو له مخي نورو ولایتونو ته د استازولیو جوازونه نه ورکوي.
هغوی په ياده برخه کي د ط..البانو غوښتي چي پرېکړي د ولس د توان مطابق تر سره کړي.