پوتین د اروپا اتحادیې اقتصاد ته هغه مرګونی ګوزار ورکړي چي انتظار یې کېده

پوتین د اروپا اتحادیې اقتصاد ته هغه مرګونی ګوزار ورکړي چي انتظار یې کېده
لیکوال:
اندرو کوریبکو

ولادیمیر پوتین تازه امر کړی چي د روسیې د مایع طبیعي ګاز (LNG) یوه برخه چي مخکي اروپایي اتحادیه ته صادرېده، اسیا ته واړول سي، که اروپا ولودیمیر زلنسکي دې ته مجبوره نه کړي چي د پوتین شرطونه ومني، نو پوتین ښايي اروپا ته د انرژۍ صادرات په بشپړ ډول بند کړي او لوی اقتصادي بحران رامنځته کړي.
اروپایي اتحادیې مخکي پرېکړه کړې وه چي تر ۲۰۲۶ کال پوري د روسیې مایع ګاز او تر ۲۰۲۷ کال پوري د پایپ لاین ګاز واردات بند کړي. د لیکوال په وینا، متحده ایالات اروپا دې ته وهڅوله تر څو د روسیي پر وړاندي سخت دریځ غوره کړي او د اروپا د انرژۍ بازار د ځان او قطر په مرسته کنټرول کړي.
خو کله چي د خلیج جګړه پیل سوه — د متحده ایالات او اسرائیل له خوا پر ایران تر برید وروسته — حالت بدل سو، ایران د خلیج له هېوادونو غچ واخیست، ځکه د امریکا پوځي تاسیسات د همدې هېوادونو له خاوري کارول سوی وو. د هرمز تړل کېدل د خلیج هېوادونو د انرژۍ تولید کم کړی دی، په ځانګړي ډول قطر هم د ګاز پروسس موقتي بند کړی.

د دې وضعیت له امله ښايي د انرژۍ یو نړیوال بحران رامنځته سي چي د کرونا د وخت له بحران او حتی د ۱۹۷۳ د عربو د نفتو له بندیز څخه هم سخت وي. له همدې امله د بازار د ثبات یوازینۍ عملي لاره دا ده چي د روسیه انرژي بېرته نړیوال بازار ته راسي.
پوتین ویلي چي حکومت دي وڅېړي چي د اروپا لپاره د انرژۍ صادرات اسیا ته واړوي، ځکه اسیا لکه چین او هند د روسیې لپاره ډېر ګټور بازارونه دي.
د لیکوال په وینا، د پوتین هدفونه په اوکراین کي دا دي چي د لانجمنو سیمو بشپړ کنټرول، د اوکراین بې‌وسله کول، بې‌طرفي، د بهرنیو ځواکونو وتل، او د اروپا د امنیتي جوړښت بدلون.

په پای کي لیکوال وايي چي اوس اروپایي اتحادیه باید پرېکړه وکړي: یا به پر زلنسکي فشار راوړي چي د پوتین ځینې شرطونه ومني، او یا به د روسیې د انرژۍ د بشپړ بندېدو له امله له سخت اقتصادي بحران سره مخ سي. که دا کار ونه سي، پوتین ښايي هغه اقتصادي مرګونی ګوزار ورکړي چی ډېر وخت یې انتظار کاوه.