ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پاکستان پوځ تېره شپه يو ځل بيا د افغانستان پر خوست، کونړ او پکتيکا ولايتونو باندي هوايي بريدونهکړي دي.
د سرچينې په وينا چي د پاکستان په دغه هوايي بريدونو کي د خوست ولايت په ګربز ولسوالۍ کي يوه ښځه او نهه ماشومان وژل سوي دي.
په ورته وخت کي د ط.. البانو دحکومت وياند ذبيح الله م.جاهد هم د پاکستان د پوځ له خوا دغه هوايي بريد منلی دئ او د دغو لسو کسانو وژنه ئې تائيد کړې.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د سولي مذاکرات څوځله په قطر او ترکيه کي ترسره سوه؛ خو بغير له کومي موافقې څخه پای ته ورسېدل.