ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ډيورنډ فرضي کرښي ها غاړي ته د جمهوري نظام پر مهال د کندهار ښار د دوهمي حوزې امر حاجي ورور اڅګزی نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي هغه وسله والو موټرسايکل سپرو ويشتلی او وروسته د سيمي څخه تښتېدلي دي.
دغه پخوانی نظامي د ط..البانو تر بيا واکمنۍ وروسته د ډيورنډ فرضي کرښي ها غاړي ته اوسېدی.