ځايي سرچینو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

ځايي سرچینو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کي یوه ۲۵ کلن ځوان د کورنیو ستونزو او غريبۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان د سې شنبې په ورځ د یادي ولسوالۍ په خوش‌بایي کلي ځان وژنه کړې.
بايد وويل سي، چي بېوزلي، بېکاري او اقتصادي ستونزو د ډېرو افغانانو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *