ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کي نن چهارشنبه (د لیندۍ ۲۶مه) د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې د ط..البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله واله جګړه رامنځ ته سوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخي، دغه جګړه هغه وخت پيل سوه، چي پاکستاني پوځیانو د ډېورنډ فرضي کرښي ته نژدې د کنړ پر سیمو توغنديز بريد وکړ.
د برید په غبرګون کي د ط..الباتو او پاکستان تر منځ وسله واله نښته رامنځ ته سوې ده.
تر اوسه د دغي جګړې د تلفاتو او جزئیاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره سوي.