څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي دوې ورځي مخکي په بدخشان ولایت کي د طالب استخباراتو یو نظامي موټر اوبو ته لوېدلی چي له امله یې پنځه تنه ط.البان ورک سوي او دوه ټپیان سوي دي.
د سرچينو په خبره چي د ټپیانو صحي حالت اوس سم دی او د ورکو سوو طا.لبانو د موندني هڅي رواني دي خو لا تر اوسه یې هيڅ درک معلوم ندی.
د یادوني وړ ده چي یاده پيښه د بدخشان ولايت په مایمې ولسوالۍ کي را منځ ته سوې ده.