چینايي ساینسپوهانو د [چين ساينس]ورځپاڼه کي خبر ورکړی چي داسي غوښه (پروټین) چمتو کړې چي د غذاییت

چینايي ساینسپوهانو د [چين ساينس]ورځپاڼه کي خبر ورکړی چي داسي غوښه (پروټین) چمتو کړې چي د غذاییت، خوند او جوړښت له پلوه د چرګانو غوښي ته ورته ده. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخه چینايي ساینسپوهانو د تخمیر (فرمینټېشن) او د فایبر جوړښت ورکولو ټکنالوژۍ په کارولو سره د چرګانو د غوښي بدیل تولید کړی دی.
د څېړونکو په وینا، دا پروټین د نباتي غذایي موادو څخه ترلاسه سوی دی. لومړنۍ ازمویني ښيي چي دا پروټین د چرګانو د غوښي په شان پخېدای سي او ان د چرګانو د غوښي په څېر ریښې-ریښې کېدای هم سي.
د چرګانو د بدیل غوښي د تولید موخه دا ده چي د پراخي کچې د مصرف لپاره پر چرګانو فارمونو اتکا کمه سي او خلکو ته د چرګانو غوښي یو ارزانه بدیل وړاندي سي.

د چین د خوړو د ټکنالوژۍ د متخصصینو په وینا، دا نوی محصول کولای سي د اوږدمهاله غذایي خوندیتوب له ننګونو سره د مقابلې په برخه کي ګټور تمام سي. له بلي خوا، د چرګانو د بدیل په توګه چمتو سوې، دا غوښه به ډېر ژر له ټاکل سویو بازارونو څخه د معرفي کېدو وروسته په رستورانتونو، بسته‌بند سوو خوړو او د کورنیو د ورځنیو اړتیاوو لپاره وکارول سي.
ولي چین پکښي مخکښ دئ؟
چین د خوړو د ټکنالوژۍ په برخه کي ډېر تمرکز پر دې کوي چي:

د نفوس د زیاتوالي له امله د خوړو راتلونکی خوندي کړي
پر پولټري او څارویو د فارمونو فشار کم کړي
د چاپېریال ککړتیا او د اوبو/ځمکې مصرف راکم کړي

او نور…
د چرګانو د بدیل په توګه د نباتي او فنګسي سرچینو څخه تولید سوې غوښه، چي د نوي خوړو ټکنالوژۍ محصول دی، د اسلامي فقهي له نظره د جدي ارزوني وړ ده، ځکه چي دا ډول خواړه د دودیزې حیواني ذبحي له لاري تر لاسه کېږي.
خو که دا خبره چي فنګس او مایسیلیم د ډېری فقهاوو له نظره د نباتاتو په حکم کي راځي او که زیانمن نه وي، حلال ګڼل کېږي.

نو که دا بدیل پروټین یوازي له نباتاتو او حلال فنګس څخه جوړ سوی وي، د اصل له پلوه حلال بلل کېږي.