چین د امریکا له‌خوا د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې له دوام سره هممهاله

چین د امریکا له‌خوا د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې له دوام سره هممهاله، د سیمي د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی او دا اقدام ئې خطرناک بللی دئ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی او د بندرونو محاصره کولای سي تاوتریخوالی لا زیات کړي اوربند کمزوری او د هرمز تنګي د کښتيو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د دې وزارت ویاند ټینګار کړی، چي اوسنی وضعیت ډېر حساس پړاو ته رسېدلی او یوازی بشپړ اوربند کولای سي کړکېچ راکم کړي.

په ورته وخت کي، د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي چي هيواد به ئې د منځني ختیځ د سولي په هڅو کي رغنده رول ولوبوي او د خبرو له لاري د ستونزو پر حل ټینګار کوي.