کابل نن د افغانستان د نږدې زرو تنو دیني عالمانو چئ اکث یت یې کلیوالي ملایان وه؛ د غونډې شاهد وو

کابل نن د افغانستان د نږدې زرو تنو دیني عالمانو چئ اکث یت یې کلیوالي ملایان وه؛ د غونډې شاهد وو. د کابل پوهنتون سیمه نن ورځ تر امنیتي تدابیرو لاندي راوستل سوې وه او غونډه په تړلو دروازو کي تر سره سوه.
د لومړنیو راپورونو له مخه دا ناسته د علماوو تر منځ د دیني بحثونو تر څنګ، د سیمي په سیاسي تحولاتو او په ځانګړي ډول د افغانستان ـ پاکستان اړیکو پوري اړوند موضوعات هم درلودل. د سرچینو په قول، دغه ناسته د طالبانو له‌خوا د مشروعیت د لا استحکام لپاره یوه هڅه بلل سوې ده.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هڅه کړې چي د افغانستان په سنتي جوړښت کي د دیني مرجعیت له لاري خپل واک ته اسلامي بڼه ورکړي. د دوی لومړنۍ پرېکړې ـ لکه د شرعي محکمو پراخول، د فتوايي شوراګانو جوړول او د اهل علم د ګډون زیاتول ـ د همدې تګلاري یوه برخه وه. نننۍ غونډه هم د همدې دایرې دوام ښکاري، ځکه د لویو دیني اجماعګانو له لاري د نظام د تصمیمونو ملاتړ ترلاسه کول د طا لبانو د واک د ثبات لپاره یو اساسي محور ګڼل کېږي.

د طالبانو لپاره دیني مشروعیت هغه سياسي خلا ډکوي چي دوی د نړیوالو د رسمي پېژندني په برخه کي ورسره مخ دي. په حاضر سیمه ییز نظم کي چي مشروعیت ډېر وخت د نړیوالو اړیکو، ټاکنیز نظام او حقوقي جوړښتونو له لاري ترلاسه کېږي، طال بان هڅه کوي د بدیل مشروعیت سرچینه وړاندي کړي، هغه چي د دیني اجماع، فتوا او د علماوو له ملاتړ څخه سرچینه اخلي.
خو پوښتنه دا ده چي آیا یوازي د کلیوالي ملایانو غونډي کولای سي د یوې حکومتولۍ لپاره د مشروعیت د دوامدارې سرچینې په توګه مطرح شي؟
د افغانستان د معاصر تاریخ بېلابېلې مرحلې ښیي چي د دیني ملاتړ تر څنګ سیاسي مشروعیت هغه مهال پیاوړی پاتهٔ کېږي چي د ټولنیزو اړتیاوو، اقتصادي نظم، عدالت، مشارکت او د خلکو د رضایت له بنسټ سره وتړل سي.

که څه هم نننۍ غونډه طالبانو ته د تبلیغاتي ملاتړ یوه وسیله برابروي، خو دا به هغه مهال مؤثر واقع سي چي د نظام په عملي بڼه کي د ټولني لپاره محسوس بدلون رامنځته کړي. طالبان تر اوسه هڅه کوي چي د دیني اعتبار په وسیله نړېوال شکونه کم کړي او په کور دننه خپل ملاتړ پراخ کړي، خو د راتلونکو پرېکړو پایلې به وښيي چي د دیني مشروعیت دغه بنسټ څومره ژور، دوامدار او ټولمنلی دی.