کندهار ښاريان وايي، چي د کندهار ښار په لسمه ناحیه

کندهار ښاريان وايي، چي د کندهار ښار په لسمه ناحیه، ګچ خانو سیمه کي یو پاتاو چي د عینو مېني دېوال ته نژدې غځېدلی او تر دوراهي پوري رسېږي، لا هم نیمګړی پاته دئ.
د هغوی په خبره دا پاتاو په ۲۰۲۳ کال کي د UNOPS له لوري پیل سوی و؛ خو تر اوسه بشپړ سوی نه دئ.
د سیمي اوسېدونکي وايي چي د باران او سېلاب پر مهال دغه نیمګړی پاتاو د زیانونو لامل ګرځي.

دوی له کندهار ښاروالۍ څخه غواړي چي ژر تر ژره د‌ دغه پاتاو پاته کار بشپړ کړي.