📌 د غزې جګړه او وروسته له ایران سره شخړه، د نیویارک ټایمز د یوه راپور له مخي

📌 د غزې جګړه او وروسته له ایران سره شخړه، د نیویارک ټایمز د یوه راپور له مخي، د امریکا په سیاست کي له تر ټولو اغېزناکو موضوعاتو څخه ګرځېدلي دي. اوس پوښتنه دا ده چي دا به د نومبر د کانګرس پر ټاکنو او د ۲۰۲۸ کال د اولسمشرۍ پر سیالۍ څه اغېز وکړي؟
📌 په نیویارک کي لومړنۍ ټاکني ښيي چي هغه نوماندان مخ پر زیاتېدو دي چي ځانونه یې د اسرائیل تر ټولو سخت منتقدین معرفي کړي دي. دا حالت وروسته له هغه رامنځته سو چي دوه ډیموکراټ استازي خپلو سیالانو ته وبایلل، کومو چي همدا دریځ خپل کړی وو. د نیویارک ټایمز په وینا، دې بدلون د ډیموکراټ ګوند په مشرانو او غړو کي اندېښنه او وېره پیدا کړې، ځکه هغوی ډارېږي چي د ګوند دنني اختلافونه لا پسې پراخ نسي او ګوند ونه وېشي.
📌 د ډیموکراټ ګوند ځیني مشران باور لري چي په هغو ټاکنیزو حوزو کي د کیڼ اړخو نوماندانو بریا، چي ډیموکراټان پکي پیاوړي دي، لازماً دا معنا نه لري چي هغوی به په عمومي ټاکنو کي هم بریالي سي. دوی اندېښنه لري چي یهود او منځلاري رایه ورکوونکي به ترې واټن ونیسي، خو په همدې وخت کي کیڼ اړخي ډله په نورو ایالتونو کي هم خپل حضور پراخوي.

📌 د جمهوري غوښتونکي ګوند دننه، له ایران سره جګړې د «امریکا لومړی» شعار پر مانا اختلافونه راپارولي دي. د ګوند انزوا غوښتونکي غړي وايي پوځي مداخله د ډونالډ ټرمپ له هغو ژمنو سره په ټکر کي وه چي ویل یې امریکا به له بهرنیو جګړو ځان لېري ساتي. بل لور ته، د ګوند سخت دریځي غړو له تهران سره وروسته خبرو اترو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چي دغو خبرو د ایران د پوځي او اټومي وړتیاوو د فلج کولو هدف پوره نه کړ.
📌 سره له دې چي ټرمپ لا هم پر جمهوري غوښتونکي ګوند پراخ نفوذ لري او ډېری ملاتړي نوماندان یې په لومړنیو ټاکنو کي بریالي سوي دي، خو د ایران او اسرائیل په اړه اختلافونه لا هم د ګوند په دننه کي، په ځانګړي ډول د اغېزناکو محافظه کارو کړیو ترمنځ، پر خپل ځای پاته دي.
📌 د نیویارک ټایمز له مخي، د نظرپوښتنو پایلي ښيي چي د جمهوري غوښتونکو ترمنځ هم د نظر اختلاف سته. د ۴۵ کلنۍ څخه کم عمره جمهوري غوښتونکو ۵۳ سلنه د ایران د جګړې په اړه د ټرمپ له چلنده ناخوښ دي، خو د عمر له پلوه د مشرانو جمهوري غوښتونکو ترمنځ بیا د هغه ملاتړ ډېر پراخ دی.

📌 د ورځپاڼي په وینا، د دغو اختلافونو بشپړ انځور ښايي تر منځمهالو ټاکنو وروسته، او یا هم د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د سیالۍ له پیلېدو سره لا روښانه سي، کله چي د نړۍ په چارو کي د امریکا د رول په اړه سترې پوښتني یو ځل بیا د سیاسي بحثونو اصلي موضوع وګرځي.