آلمان: د افغان ښځو د حقونو نقض د بشریت پر ضد جنایت سره ورته دئ

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي، چي په افغانستان کي د ښځو او نجونو د حقونو منظم او پراخ نقض هغه جنسیتي تبعیض ته ورته دئ چي د روم په اساسنامه کي دا تبعیض د بشر ضد جنایت ګڼل کېږي.

دغه وزارت دا هم ویلي، چي آلمان طالبان د افغانستان مشروع حکومت نه پېژني او له طالبانو سره ئې اړیکي یوازي په تخنیکي کچه دي. د یاد وزارت په خبره، آلمان په دې اړیکو کي تل د ښځو او نجونو د حقونو پر ساتلو ټینګار کوي.

آلمان به همداراز د افغانستان خلګو ته، په ځانګړي توګه اړو ښځو او ماشومانو ته، بشري مرستو ته دوام ورکړي.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *