مکرون: د فوټبال په لوبه کي د تيري شپې تاوتريخوالی به بې سزا پاتي نه سي

د پنجشنبې په شپه د اروپا لیګ په یوه لوبه کي د فرانسې د مارسیل او د بلغاریا د لېوسکي صوفیا د لوبډلو د مینه والو ترمنځ نښتي وسوې.

د مارسیل د پولیسو په وینا، پنځه کسان روغتون ته وړل سوي او شپږ نور په ځای کي تداوي سوي دي، چي ټول بلغاریايي دي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له دې تاوتریخوالي کلکه غندنه کړې او د بلغاریا صدراعظم ته ئې ډاډ ورکړی، چي دا کړني به بې‌سزا پاتي نه سي.

بلخوا په ګرجستان کي د ترکیې د بشیکتاش او د اسرائیل د هاپوئل بئرشېبع ترمنځ لوبه هم د مینه والو او پولیسو ترمنځ د نښتو له امله نیم ساعت ودرېده.

باید وویل سي، چي مارسیل دا لوبه ۱-۰ وګټله.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *