د ازادۍ جبهه: په بغلان کي ئې درې طالبان وژلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي تېره شپه ئې د دغه ولايت په زاړه ښار کي د طالبانو پر يوې ګزمې بريد کړی.

د يادي جبهې په وينا چي په دغه بريد کي ئې درې طالبان وژلي او يو بل ئې ټپي کړی دئ.

تر اوسه طالبانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *