اسرائیلو د ايران په بوشهر ولايت کي د دغه هيواد د جنوبي پارس د ګازو تاسيسات بمبار کړي دي

اسرائیلو د ايران په بوشهر ولايت کي د دغه هيواد د جنوبي پارس د ګازو تاسيسات بمبار کړي دي.
د ايران تسنیم خبري اژانس ويلي، چي په دغه تاسيساتو کي د اسرائیلو تر بريد وروسته د قوي چاودنو ږغونه اورېدل سوي.
د يادي آژانس په حواله چي وروسته په سيمه کي اورلګېدنه هم رامنځ ته سوې ده.

په ورته وخت کي ايراني چارواکو د اسرائیلو ياد بريد غندلی او په خبره ئې چي ډېر ژر به ئې غچ واخلي.