اسوشیټډ پریس د امریکا د دوو دفاعي چارواکو له قوله راپور ورکړی

اسوشیټډ پریس د امریکا د دوو دفاعي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چي د امریکا ستره د الوتکو لېږدونکې بېړۍ «یو اېس اېس جرالډ آر فورډ» منځني ختیځ ته رسېدلې او دا مهال په سره سمندر کي فعالیت کوي.
د راپور له مخي، له دې سره په سیمه کي د امریکا د الوتکو لېږدونکو بېړیو شمېر دوو ته رسېدلی، ځکه یو اېس اېس ابراهام لینکولن لا دمخه په عربي سمندر کي موجود وه.
په راپور کي ويل سوي، چي جرالډ آر فورډ مخکي د مدیتراني سمندر په ختیځه برخه کي ځای پر ځای وه، خو اوس د سویز کانال له لاري سره سمندر ته اوښتې ده.