ایران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چي ګواکي تهران چمتو دئ خپل غني سوي يورانيم امریکا ته ولېږدوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، هېڅ ډول داسي هوکړه نسته او ایران به په هېڅ حالت کي خپل غني سوي يورانيم بل هیواد ته انتقال نه کړي.
هغه زیاته کړې چي دا مواد د ایران له پاره ډېر ارزښت لري او د هیواد د خاوري په شان مقدس ګڼل کېږي.
بل لور ته، ټرمپ له امریکايي رسنیو سره په خبرو کي ادعا کړې، چي ایران له امریکا سره د همکارۍ له پاره موافقه کړې او دا بهیر به پرته له پوځي حضور ترسره سي.
هغه ویلي چي د دواړو لورو ترمنځ احتمالي هوکړه کولای سي د جګړې اړتیا له منځه یوسي.
ایراني چارواکو بیا ټینګار کړی چي د يورانيمو انتقال هيڅکله د خبرو برخه نه ده او دا موضوع اصلاً مطرح نه ده.