د ط..البانو د ام.ربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وياند سيف اسلام خيبر وايي، د ط.. البانو د بياواکمنۍ څخه تر اوسه پوري ئې د ښځو د حقونو اړوند سل زره قضیې حل کړي دي.
د هغه په وينا چي په دغه قضیو کي د ښځو د جبري نکاح، مهر او ميراث مسايل شامل وو، چي پر وخت ئې رسېدګي ورته کړې ده.
ط.. البانو يادي څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي يو شمېر نړۍوال او کورنیو بنسټونه ادعا کوي، چي ط..البانو افغان ښځی د زده کړو، کار او يو شمېر نورو حقونو څخه بې برخي کړي دي.