افغان سوکوهونکي قیس خادمي په یوه حساسه سیالۍ کي خپل مکسیکويي سیال ته ماته ورکړه او یوه بله مهمه بریا ئې په خپل نوم ثبت کړه.
دغه افغان ورزشکار چي په بریتانیا کي مېشت دئ، د خپل د مکسیکويي سيال مارګاریتو پېرز سره ميدان ته کښته سوی.
سیالي تر پایه له سخت رقابت سره مخ وه، خو په وروستیو کي خادمي د داورانو د رایو پر بنسټ بریالی اعلان سو.
خادمي له دې بریا سره د خپلو مسلکي ګټو شمېر ۱۴ ته رسولی.