د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې، چي په بلوچستان کي د وروستیو خونړیو بریدونو تر شا د هند لاس

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې، چي په بلوچستان کي د وروستیو خونړیو بریدونو تر شا د هند لاس دئ.
د نوموړي په وینا، دغه حملې منظمي او له بهره تمویل سوي ښکاري.
د راپورونو له مخي، دا بریدونه د بلوڅ بېلتون‌پالو وسله‌والو له خوا ترسره سوي، چي په پایله کي ئې لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل سوي دي. پاکستاني رسنیو همداراز خبر ورکړی، چي د نښتو پر مهال ۹۲ بلوڅ وسله‌وال هم وژل سوي دي.

اسلام‌اباد په وار وار هند تورن کړی، چي په بلوچستان کي د ناکراریو ملاتړ کوي، خو نوي ډهلي دا ډول تورونه رد کړي دي.
هند تر اوسه د محسن نقوي د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی.