د افغانستان د سولي په چارو کي د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي چي په بلوچستان کي د پاکستان اوسنۍ ستراتیژي

د افغانستان د سولي په چارو کي د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي چي په بلوچستان کي د پاکستان اوسنۍ ستراتیژي ناکامه سوې او بنسټیز بدلون ته اړتیا لري.
نوموړي د یکشنبې په ورځ، د دلوي په ۱۲مه، په خپله اېکس پاڼه کي لیکلي چي د بلوڅو وسله‌والو وروستۍ پراخي او همغږې حملې ښيي چي د اسلام‌اباد پوځي تګلاره پایله نه لري او سیمه لا هم له ژور کړکېچ سره مخ ده.
خلیلزاد ټینګار کړی، چي د تاوتریخوالي دوام او زیاتېدونکي مرګ‌ژوبله د دې څرګندونه کوي، چي پاکستان باید په خپلو پالیسیو عاجله بیاکتنه وکړي. د هغه په وینا، یوازي پوځي فشار ستونزه نه سي حل کولای او اړینه ده چي اسلام‌اباد د سیاسي حل، خبرو اترو او د بلوڅانو د مشروع غوښتنو د اورېدو لور ته مخه کړي.