الفلاح بانک چي د پاکستان له سترو سوداګریزو بانکونو څخه ګڼل کېږي، اعلان کړی چي د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان کي خپل فعالیتونه بندوي او له دغه هیواده څخه وزي.
د پاکستان بزنس ریکارډر ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ په خپل راپور کي ویلي چي الفلاح بانک دا پرېکړه د پاکستان اړوند ادارو ته په رسمي ډول لېږلې ده
د یادي پاکستانۍ ورځپاڼي د راپور له مخي، الفلاح بانک وړاندیز کړی چي په افغانستان کي خپلي بانکي چاري غضنفر بانک ته سپاري.