امريکايي رسنيو د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د امريکا د اریزونا ایالت د فینیکس غرونو ته نژدې یوې چورلکي سقوط کړی، چي له امله ئې څلور کسان وژل سوي دي.
راپورونه ښيي چي په وژل سوو کي یو ۵۹ کلن پیلوټ او د یوې کورنۍ درې ښځینه غړي شاملي دي.
یاده چورلکه د کوئینکریک له هوايي ډګره الوتې وه او د سقوط لامل ئې تر اوسه پوري روښانه نه دئ.