د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چي امريکايي ځواکونو د وینزویلا پر حکومت بریالي نظامي عملیات ترسره کړي او د وینزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو له خپلي مېرمني سره يو ځای نیول سوی او له دغه هيواد څخه ایستل سوی دئ.
راپورونه زیاتوي چي د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کي لږ تر لږه اووه چاودني سوي دي.
دا پېښي پر داسي مهال رامنځ ته سوي چي د امریکا پوځ په وروستیو ورځو کي د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد عملیات پیل کړي وو، او د ونزویلا حکومت هم د خبرو اترو له پاره چمتووالی ښودلی و.