د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د جمعې په ورځ ماښام مهال ئې د دغه ولايت په مرکز کي د مفتي سراج د جامع ترڅنګ د ط..البانو پر پوستې بريد کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي ئې دوه ط..البان وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.