انډيپنډينټ رسنۍ د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي ط..البان په زابل ولایت کي د خپلي ډلي د بنسټ اېښودونکي او لومړي مشر م.لا عمر د مقبرې په جوړولو بوخت دي.
انډيپنډينټ په دغه راپور کي ويلي، چي د م.لا عمر د مقبرې په ساحه کي رغنیزي چاري رواني دي او ځینې برخي ئې په مرمرو ډبرو پوښل سوي.
راپور ليکي، چي ط..البانو د دې پروژې د حساسیت له امله د جوړولو لګښت نه دئ اعلان کړی؛ خو درې کاله وړاندي د ط..البانو یوه ملاتړي سوداګر د دې مقبرې پوري د سړک جوړولو له پاره شاوخوا ۲۰۰ زره امریکایي ډالر لګولي وو.
یاده مقبره په یوه شاړه او له اوسېدونکو تشه سیمه کي موقعیت لري او جوړ سوی سړک تر ډېره یوازي د هغو کسانو د تګ راتګ له پاره اسانتیا برابروي چي د دې ځای لیدو ته ورځي.
دغه رسنۍ ليکي، په داسي حال کي چي د م.لا عمر د مقبرې پر جوړولو زیات لګښت کېږي، د افغانستان میلیونونه وګړي د ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ګڼ شمېر کورنۍ د خوړو د برابرولو توان نه لري.
په راپور کي ويل سوي، چي د دې مقبرې جوړول په داسي وخت کي دوام لري، چي نړۍوالو بنسټونو څو ځله په افغانستان کي د فقر، بېکارۍ او خوراکي ناامنۍ د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دئ. سره له دې، ط..البانو په وروستیو کلونو کي د جوماتونو، دیني مدرسو او د خپلي ډلي د مشرانو اړوندو پروژو له پاره د پام وړ لګښتونه کړي دي.