ایران وايي، په بحرین او اردن کي ئې د امریکا پر دوو پوځي اډو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د ايران پوځ ويلي، چي د جمعې په ورځ سهار مهال ئې د بحرين پر شيخ عيسی او د اردون پر الارزق د امريکا پر پوځي اډو د بې پیلوټه الوتکو بريدونه کړي دي.
د هغوی په خبره، چي په دغه پوځي اډو کي ئې د امريکا د تېلو ذخيرې، د الوتکو د ترميم مرکزونه او نور پوځي مرکزونه ويشتلي دي.
تر اوسه پوري د دغه بريدونو د ځاني زيان په اړه معلومات نه دي ورکول سوي او امريکا ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.