ایران وایي، که سعودي عربستان او حوثیان وغواړي، تهران چمتو دئ، چي د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو په هواري کي مرسته وکړي

ایران وایي، که سعودي عربستان او حوثیان وغواړي، تهران چمتو دئ، چي د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو په هواري کي مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له خبریالانو سره په خبرو کي ویلي، هیواد ئې د ریاض او حوثیانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د حل له پاره د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي هغه ادعاوي هم رد کړي چي ګواکي ایران پر سعودي عربستان د حوثیانو په بریدونو کي لاس لري.

د بقایي په وینا، حوثیان خپلي پرېکړي په خپلواکه توګه او د خپلو ګټو پر بنسټ کوي.