ایراني رسنۍ وايي، د تهران او واشنګټن ترمنځ له خبرو وروسته د امریکا هغه هڅي ناکامه سوي

ایراني رسنۍ وايي، د تهران او واشنګټن ترمنځ له خبرو وروسته د امریکا هغه هڅي ناکامه سوي، چي غوښتل ئې د جګړې پر مهال نه ترلاسه سوي امتیازات د مذاکراتو له لاري ترلاسه کړي.
د راپورونو له مخي، د ایران پلاوي د هرمز تنګي د موضوع او له ايران څخه د اټومي موادو د ایستلو په اړه د امریکا وړاندیزونه رد کړي دي.
تسنيم خبري اژانس لیکلي چي امریکايي لوري هڅه کوله دغه موضوعات د خبرو اترو له لاري عملي کړي، خو ایراني استازو ورسره موافقه نه‌ده کړې.

بايد وويل سي چي امريکا د يادو غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي.