باوري سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

باوري سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي کويټ د افغانستان د سفارت له پاره د ط..البانو نوی سفير منلی او دغه سفارت ئې د ط..البانو په واک کي ورکړی دئ.
د سرچينې په وينا چي د ط..البانو نوی سفير مولوی محمد شفیق خطيب په کويټ کي د افغانستان په سفارت کي د جمهوري نظام د پخواني سفیر سيد جواد هاشمي پر ځای نوی سفير ټاکل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي شفیق خطیب مخکي د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت د سرحدونو چارو د رئیس په توګه دنده اجرا کول.