بریتانیا او فرانسې اعلان کړی

بریتانیا او فرانسې اعلان کړی، چي د هرمز تنګي له لاري د بېړیو خوندي تګ راتګ د نړۍوال اقتصاد او نړۍوالي سوداګرۍ له پاره حیاتي ارزښت لري او د دې لاري امنیت د ټولو هیوادونو ګډه اندېښنه ده.
د دواړو هیوادونو په ګډه اعلامیه کي راغلي چي عمان منلې ده، څو د بریتانیا او فرانسې په همغږۍ په خپلو سیمه‌ییزو اوبو کي د کښتۍ چلوني امنیت خوندي وساتي.
اعلامیه زیاتوي، لندن او پاریس چمتو دي چي د اړتیا په صورت کې د هرمز تنګي د ازادي کښتۍ چلوني د ملاتړ له پاره یوه پراخه څو ملي پوځي ماموریت هم واستوي.

يادو هيوادونو همداراز د سیمي د ثبات، د هيوادونو د ملي حاکمیت درناوي، د نړۍوال امنیت، د سمندري تګ راتګ د ازادۍ او نړۍوالو قوانینو د پلي کېدو پر دوامداره همکارۍ ټینګار کړی دئ.