تارړ: مولانا فضل الرحمن دي پرېکړه وکړي، چي د پاکستان سره دئ که افغان طالبانو سره

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ رسنیو ته ویلي، چي د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن باید پرېکړه وکړي، چي له پاکستان سره ولاړ دی که له افغانستان او طالبانو سره.

تارړ د مولانا فضل الرحمن چلند له وسله‌والو ډلو سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چي هغه دي یو ګام شاته واخلي او د خبرو لاره خلاصه کړي.

بلخوا د جمعیت علمای اسلام پلویانو د پنجشنبې په ورځ د پېښور، کراچۍ، کوټې او لاهور په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کي لویې لارې وتړلې.

د لاریونونو له امله په خیبر کي د تخته بېګ په سیمه کي د پاکستان او افغانستان پر لویه لار او د چمن سره نږدې پر لویه لار هم تګ راتګ ودرېد.

باید وویل سي، چي مولانا فضل الرحمن د دې لاریونونو غوښتنه هغه وخت وکړه، چي د پنجاب په سرګودها کي د ده د ګوند پر غونډه بندیزونه ولګېدل او پر ده او د ګوند پر اتو نورو مشرانو د ۳۰ ورځو لپاره سرګودها ته د ننوتلو بندیز ولګېد.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *