ټرمپ: له پوتين څخه ئې غوښتي، چي پر اروپايي سيمو د تېري هڅه دي نه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي تېره اونۍ یې په چین کي له روسي ساري ولادیمیر پوتین سره په خبرو کي ترې غوښتي، چي د اروپا پر سیمو ټول پوځي تېري ودروي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه کي لیکلي، چي دا غوښتنه یې په دې هیله کړې، چي د روسیې او اوکراین ترمنځ ژر یوه موافقه وسي.

هغه لیکلي، چي د داسي موافقې «قوي امکان» سته او هره میاشت زرګونه کسان وژل کېږي.

ټرمپ دا نه دي ویلي، چي د اروپا کومې سیمې یې په نظر کي دي، خو دا څرګندوني یې هغه وخت کړې، چي پولنډ پر روسیې د خپل هوايي حریم د قصدي نقض تور لګولی دی.

باید وویل سي، چي دا څرګندوني د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره د ټرمپ تر لیدني یوه ورځ وروسته کېږي، چي دواړو پکښي په یوه ګډه اعلامیه کي ویلي وو، چي روسیه دي له داسي کړنو ډډه وکړي، چي جګړه پراخه کړي.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *