د اسپانیا د ایبیزا ټاپو ته نږدې یوه تېلوړونکې بېړۍ چپه سوې ده، چي نږدې ۷ زره ټنه ډیزل پکښي بار وو.
چارواکو ویلي، چي د بېړۍ ټول ۱۷ کارکوونکي وژغورل سول، خو اووه تنه یې روغتون ته یوړل سول او یو تن یې وروسته مړ سو.
دا بېړۍ، چي د مالټا بیرغ لري او یو ترکي شرکت یې خاوند دی، د اسپانیا له سوېلي بندره بارسلونا ته روانه وه او د ایبیزا شمال لوېدیځ ته نږدې ۱۹ سمندري میله لیري چپه سوه.
د اسپانیا سمندري چارواکي وايي، چي د بېړۍ شاوخوا د تېلو یوه کوچنۍ لکه ورکه سوې ده، اوس په سیمه کي ککړتیا نسته او د ککړتیا ضد یوې بېړۍ چپه سوې بېړۍ په رسۍ ټینګه کړې ده.
باید وویل سي، چي د اسپانیا حکومت د ککړتیا د خطر له امله د سمندري بیړني پلان دویمه کچه فعاله کړې او چارواکي وايي، چي د ډیزلو ایستل ښايي څو اونۍ وخت ونیسي.
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV