په بادغیس کي د ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسان ټپیان سوي

په بادغیس کي د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي، چي د جمعې په ورځ سهار د دې ولایت په جوند ولسوالۍ کي د مسافرو یو موټر له کنټروله وتلي او له یوه کور سره لګېدلي دي.

د هغه په وینا، په دې پېښه کي د ښځو او ماشومانو په کډون ۱۵ کسان ټپیان سوي دي.

صدیقي ویلي، چي پېښه د موټر چلوونکي د بې‌پروايي له امله رامنځته سوې او مسافر د یوه واده مراسمو ته روان وو.

باید وویل سي، چي ټپیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته وړل سوي، خو د هغوی د روغتیا د حالت او کور ته د اوښتي زیان په اړه لا معلومات نه دي ورکړل سوي.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *