تاس خبري اژانس د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی

تاس خبري اژانس د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د سلو څخه زیات کسان د سپیني ماڼۍ مخ ته راټول سوي وو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرتي پالیسیو پرضد ئې لاريون کړی وو.
لاريون کوونکو ويلي، د ټرمپ حکومت د مهاجرت په برخه کي له سختو تګلارو کار اخلي او دا پالیسۍ بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.
هغوی ويلي چي د ټرمپ حکومت باید د مهاجرو پر وړاندي له زور زیاتي لاس واخلي او د انسانیت اصول مراعت کړي. دوی ټینګار کوي چي د ټرمپ پالیسۍ د کورنیو د بېلتون سبب سوی او باید ژر تر ژره بدلون پيدا کړي.

بلخوا بيا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هیواد د امنیت له پاره ئې دا اقدامات اړین دي او د ناقانونه مهاجرو پر ضد به خپل سیاستونه لا پسي سخت کړي؛ خو د هغه سیاسي مخالفین د حکومت دا تګلاره غیرانساني بولي او زیاتوي چي د امریکایي ټولني ارزښتونو ته تاوان رسوي.
معلومه نه ده چي دغه اعتراضونه به د حکومت پر پالیسیو څه اغیز وکړي، خو مظاهره کوونکي وایي تر هغه وخته پوري به احتجاج ته دوام ورکړي، څو د مهاجرو ژوند ته عدالت تامین سي.