جرمني وایي، په کابل کي د خپل سفارت د بیا پرانیستلو له پاره تر اوسه کومه نوې طرحه نه لري او نه ئې هم د خپل سفارت د بيا

جرمني وایي، په کابل کي د خپل سفارت د بیا پرانیستلو له پاره تر اوسه کومه نوې طرحه نه لري او نه ئې هم د خپل سفارت د بيا پرانیستلو په اړه پرېکړه کړېده.
د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتین ګزه ويلي، چي له افغانستان سره اړیکي لا هم د پخوا په څېر په ډیپلوماتیکه او تخنیکي کچه رواني دي او بدلون په کښي نه دئ راغلی.
نوموړي دا څرګندوني وروسته له هغه وکړې، چي په جرمني کي د افغانستان سره د اړیکو پر سر کورني بحثونه راپورته سول.

هغه زياته کړې، چي برلین له کابل سره تعامل ساتلی، خو د سفارت د بیا فعالېدو په اړه لا پرېکړه نه ده سوې.