حوثي چارواکي وايي، د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کي د یمن پلازمېني صنعا ته نژدې ۳۳ کسان وژل سوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون د راپور له مخي، سعودي ځواکونو د شنبې په ورځ د صنعا ختیځ ته د بني حشیش ولسوالۍ د الشریه کلي پر استوګنیزو کورونو بریدونه کړي دي.
د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند ویلي، په وژل سوو کي اته ښځي او ۱۳ ماشومان شامل دي.
د هغه په وینا، په ټپیانو کي هم ۱۰ ښځي او ۱۳ ماشومان دي.
په ورته وخت کي د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، سعودي عربستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۰۰ هوايي بریدونه کړي او د تازه جګړو له پیل راهیسي ئې پر یمن ټولټال ۴ زره او ۳۶۹ هوايي بریدونه ترسره کړي دي.