په لغمان او سمنګان ولایتونو کي په بېلابېلو ترافیکي پېښو کي ۱۱ کسان وژل سوي او پنځه نور ټپیان دي

په لغمان او سمنګان ولایتونو کي په بېلابېلو ترافیکي پېښو کي ۱۱ کسان وژل سوي او پنځه نور ټپیان دي.
ط..البانو ويلي چي دغه پېښي تېره شپه د لغمان په قرغیو او د سمنګان په خلم ولسوالیو کي سوي دي.
د معلوماتو له مخي د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کي د یوه زرنج او موټر د ټکر له امله اووه کسان وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.

همدارنګه، د سمنګان په خلم ولسوالۍ کي د دوو نورو ترافیکي پېښو پر مهال څلور کسان وژل سوي او درې نور ټپیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *