یونسکو او یونیسف په افغانستان کي د نجونو او ښځو پر زدهکړو د لګول سوو محدودیتونو د لېري کېدو غوښتنه کړې او خبرداری ئې ورکړی، چي د دې وضعیت دوام به د هیواد راتلونکی زیانمن کړي.
د دواړو بنسټونو په یوه ګډ راپور کي راغلي، چي په افغانستان کي د ښوونځي د عمر تر نیمايي ډېر ماشومان له رسمي زدهکړو بېبرخي دي او د زدهکړو د فرصتونو نشتوالی د یوه بشپړ نسل راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
د راپور له مخي، په افغانستان کي د ط..البانو له بیا واکمنېدو راهیسي تر ۲.۶ میلیونو ډېري نجوني له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته له تګ څخه محرومي سوي دي.