د آزادۍ جبهې رهبر جنرال یاسین ضياء په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي پخوانی ولسمشر اشرف غني اوس د هیواد د تجزیې او کورنۍ جګړې له خطره خبري کوي، خو د ولس روانه وسلهواله مبارزه د ط..البانو پر ضد، عادلانه جګړه او د افغانانو مشروع حق دئ، نه د هیواد د ویش هڅه.
یاسین ضياء زیاتوي، هغه پخواني پوځیان چي نن د آزادۍ جبهې په لیکو کي جنګېږي، د تجزیې له پاره نه، بلکي د هیواد د بشپړتیا او د خلګو د ارادې د واکمنۍ له پاره قرباني ورکوي.
یاسین ضياء ټینګار وکړ چي د ۲۰۲۱ کال سقوط یوه نظامي ماته نه وه، بلکي دا یوه سیاسي فاجعه وه چي اشرف غني ئې په سر کي و.
د ضياء په باور، د افغانستان وسلهوال ځواکونه نن بیا منظمېږي او د ط..البانو د رژیم پر وړاندي به خپلي مبارزې ته دوام ورکوي.
دی وايي، افغان ولس به تر هغې مبارزې ته دوام ورکوي، ترڅو ټول هغه کسان رسوا کړي چي جمهوري نظام ئې ټوټه کړه.