د آلمان ای ار ډي رسنۍ په خپل راپور کي ويلي، چي ط..البان غواړي په آلمان کي د افغانستان په دیپلوماتیکو استازولیو کي د پخواني حکومت درې دیپلوماتان له دندو لېري کړي او پر ځای ئې خپل کسان وګماري. د يادي رسنۍ د راپور له مخي طالبانو د دې کار له پاره ځانګړی پلان هم ترتیب کړی دئ.
په ورته وخت کي بيا يو شمېر شنونکي وايي چي دا اقدام نه یوازي د دیپلوماتیکو اصولو خلاف دئ، بلکي کولای سي د افغانستان نړۍوالي اړیکي نوري هم زیانمني کړي.
د هغوی په باور، ط..البان چي لا هم د نړۍ له خوا په رسمیت نه دي پېژندل سوي، هڅه کوي د بهرنیو استازولیو کنټرول په لاس کي واخلي.
شنونکي اندېښنه څرګندوي چي د مسلکي او تجربهلرونکو دیپلوماتانو لېري کول او پر ځای ئې د ط..البانو د غړو ګمارل، ښايي د افغانستان د خلګو ږغ په نړۍالو فورمونو کي لا کمزوری کړي او د هيواد پر نړۍوال اعتبار منفي اغېز ولري.