د ارزګان ولايت څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ارزګان ولايت څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ارزګان ولايت د پخواني قوماندان جنرال مطيع الله خان درې زامن ط..البانو نيولي او بنديان کړي دي.
د سرچينې په وينا چي ط..البانو اووه ورځي مخکي د جنرال مطيع الله خان پر کور چاپه وهلې او د هغه دغه درې زامن ئې د نامعلومه دليل له مخي نيولي او نامعلومه ځای ته ئې انتقال کړي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه نيول سوي کسان وحيدالله، وارث او نويدالله نومېږي.

بلخوا بيا ط..البانو ويلي چي په دغه ولايت کي ئې د تېر نظام د يوه نظامي په کور کي يو شمېر وسلې او مهمات نيولي او په تړاو ئې درې کسان هم نيولي خو موضوع ته ئې نور وضاحت نه دئ ورکړی.