د ارزګان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په ارزګان ولایت کي يو پلار غوښتل چي خپله ۱۲ کلنه کوچنۍ لور ۵۰ کلن سپين ږيري ته په نکاح کړي.
د سرچينې په وينا چي دغه کس غوښتل چي خپله کوچنۍ لور يو سپين ږيري کس ته د ډېرو پيسو په بدل کي په نکاح کړي، چي مخه ئې نيول سوې ده.
په ورته وخت کي د ارزګان ولایت ط..البانو هم ياده پېښه تائيد کړې ده او څراغ تلوېزيون ته ئې ويلي، چي د دغي نکاح مخه ئې نيولې ده او د يادي موضوع په اړه ئې څېړني پيل کړي دي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي په کم عمر کي د پيسو په بدل کي د نجونو ورکولو او جبري ودونو ګراف ورځ تر بلي لوړېږي.